

اشرف خان هجري
که نزول دې په زړه وکه د مولا عشق
پس شا به کړې غافله د دنیا عشق
ستا په زړه به هغه حب کله قرار کا
تا چې غوره لکه مچ که د حلوا عشق
محبت هغه بهتر چې وفادار وي
په خاطر دې عبث نهال که دا فناه عشق
همه ومړل نهایت یې نام زنده دي
په حیات چې کړی چا دی په رښتیا عشق
اوس هغه واړه ویده دی په لحد کې
چې یې نن خبرې کیږي د والا عشق
نور همه مینې باطلې دي په دور
د مولا ګڼه بېشکه باوفا عش
په زړه مه کړه اې هجري بې وفا مینه
په پټی یې تخم توی کړه د صفا عشق