

اشرف خان هجري
بیا قیامت نوی نازل شه په مشتاق
چې قامت یې که بلند په زور د ساق
مرمت د ځینو کا د روغو څه دی
بلا ستاسو سر ته جوړه شوه عشاق
تن داري د عشق په لارې بې ننګي ده
اې د مینې پرورش له سیاله طاق
چې مردانو غوندې مرد په وینا نه وي
کږه توره یې سیده شه په اعناق
په ځير ځير دې لاره ګورم لیدی نشي
جوړه چشم مې مانده شو په رواق
تورو زلفو دې بازار د مښکو مات کړ
زیبا مخ دې جونه پس کړ د ایماق
سرو مال په یو نظر د سړي لوټ کا
دواړه سترګې دې خصلت کا د فراق
له دېواره دې سرپورته که غلغل شه
ما وې غوامندڼو بوته د بولاق
هجري چا په ملک د وصل وطن خوښ کړ
چې هجران یې اتش نکړ په وثاق