رحمان بابا
که مې ونمانځي ساقي په يوه جام
غزل
که مې ونمانځي ساقي په يوه جام
تر دا هورته به ور څه وي احترام
بس دی ما لره دا فيض د شرابو
چې پرې پريونځم دا دلق ارزق فام
مېخواري که په عالم کې بدنامي ده
ما تر پښو دی لاندې کړی ننګ و نام
په مېزان يو سر لعل وي بل سرکاڼی
مساوي ده عاشقي په خاص وعام
عاشقان د سپين رخسار د تورو زلفو
څه پروا لري د کفر د اسلام
په مجنون باندې قلم راغلی نه دی
که حلال يې په مخ ورشي که حرام
حلال عشق دی په رحمان باندې راغلی
په حلالو کې مدام وي احترام