...

رحمان بابا

بلبلان که له ګلزاره مومي حظ

مشتاقان له خپله ياره مومي حظ

زه د عشق له تاوده اوره بهرمند يم

سمندر له سره انګاره مومي حظ

د چمن غوټۍ وا د سحر باد کا

عاشقان خوله ريباره مومي حظ

په طلب يې نفع مند شوم له هر چا نه

تل ښکاري له خپله ښکاره مومي حظ

مجنون بيامونده خوښي په بيابان کې

هر منصور له تېره داره مومي حظ

څو چې ملک د جهان زيروقدم نکا

په خپل ځای به څوک قراره مومي حظ

شګفه چې د غونچه غوندې سحر وي

هغه ژڼی به بې شماره مومي حظ

په ښندل د سر مې سر د وصل بيا موند

وپاري تل له وپاره مومي حظ

چې نيولی يې خپل ځان د غم و اور ته

رحمان ځکه له انواره مومي حظ‌