

اشرف خان هجري
د زړه سر مې بیداد هجر شګاف
ساقي روغ یې کړه په جام د میو صاف
نن د عشق خسرو په میو اشارت کا
له فرمانه یې په څو کړم انحراف
د یار مخ دایم بهار لري د ګلو
په یو ګل مې دې نامي کا په الطاف
نیسان مخ د زمکې واړه نګینه کړ
یاران تل درومي د ګلو په طواف
د هر ښاخ په څوکه نن سرود غږیږي
د عشق عیش یې ګرموي جیش د واف
دا طامع مطربان ځکه ګرمي نه کا
چې له ورکړو که زلمیو ځان معاف
د انعام کڅوړه وا کاڼۍ زلمیو
چې سرود کا د بلبل په ژغ مضاف
چې د عشق په لارې ځي د سر صرفه کا
مدعي وي په دروغ کا واړه لاف
د چا زړه چې موافق په ژبه نه وي
د مخ رنګ یې شه مانا په سر د قاف
د رندانو په مجلس کې سرنګون دی
چې د یار له جوره وکا اختلاف
هجري سپر د همت جوړ لره په لاس کې
ورته ساز کړه شنه ګردون د غم مصاف