SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

که تر ستوني دې شي ګوټ له جام خاص

غزل

که تر ستوني دې شي ګوټ له جام خاص

هغه دم به شې دغم له شېبو خلاص

تل په سپينه جامه ټکې بد ليده شي

ته دا عامې چارې مه کړه خاص الخاص

که د وږي نهنګ ځان ته يو لقمه کړي

زر به رواړې په تحقيق سره غواص

په لباس به دې اسان په صورت ګران شي

مشکلات به دې اسان شي له اخلاص

که نغمه د محبت په غوږو واورې

په فلک به شې زهره غوندې رقاص

معنوي صورت پيدا کړه که مېړه بې

فايده څه ده د بوتانه له اشخاص

د بل څيز په خاصيت به هغه ګوري

چې خبر نه وي د مينې له خواص

چې تارچه ورځينې رخت د ميني نکه

جهم دار اوسه رحمانه له رصاص