SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

تېر شو درست عمر زما په دا هوس

غزل

تېر شو درست عمر زما په دا هوس

که مې وپوښتې چې څوک يې يا څه کس

يو پرسش د هغه يار مالره بس کا

چې څه کس وي خو يې يوه وينا وي بس

هزار حيف دی چې په هر نفس ترې تښتم

هغه لور ته چې مې تله دي هر نفس

چې يې زه په هر نفس له خدايه غواړم

هغه کله کله وينم په ډېر پس

که يو خس وي په محتاجو لکه کروړشي

خدای دې نه کا څوک محتاج د يوه خس

هر مرغه په خپله جاله کې همای دی

که کارغه که مښګيرک دی که قفس

که شهباز لره سينه ده د تنزري

عنکبوت لره سينه ده د مګس

خو چې خاورو لره ورشي برابر شي

که چا غوندې وي اغوستي که اطلس

هم هغه يې ژړوي چې خندوي يې

نور څوک نشته د رحمان فرياد رس