

اشرف خان هجري
که اصغا کاندي په غوږو د اشعار واف
له حیا به نور و نه کاندي ګفتار واف
په وصال د ګلزار هومره خرم نشي
لکه خار د جدايۍ کاندي ازار واف
هغه دم چې په ریاض ګلزار موجود شي
هر نفس یې په بهار کاندي چغار واف
شاید نور به د ریاض مینه تر شا کا
که زما د بیاض وویني ګلزار واف
چې یې نه دي دا زیبا اشعار لیدلي
ځکه خوښ شه د ګلونو په بهار واف
هر دانا چې دا ویل په غوږو واورئ
نور به نه بولي هرګز زبان هزار واف
ځان په ځان به مې له علمه مستفید شي
که سبق له هجري اخلي صد هزار واف