SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

چې ويلی مې له تا دی دا حديث

غزل

چې ويلی مې له تا دی دا حديث

سرنامه د هر انشا دی دا حديث

چې اغاز مې کړ په مدحه د خوبانو

ځکه ګنج بې بهادی دا حديث

په ثنا د دل پسند و دلرباو

دل پسند او دلربا دی دا حديث

لکه باد د صبحدم چې غونچه وا کا

هسې رنګه دلکشا دی دا حديث

چې اوصاف مې د سرو شونډو پکې راوړه

خوږ تر قندو تر حلوا دی دا حديث

نه پوهېږم چې اوبه دي د حياتو

که نفس د مسيحا دی دا حديث

د غونډ ژبو شاعرانو د خولې نه دی

ځکه هسې رنګ صفا دی دا حديث

ستا ومخ ته که څوک شمس وقمر وايي

دروغ نه دی په رښتيا دی دا حديث

که څوک وايي چې چا کړی دا حديث دی

رحمان وايي چې زما دی دا حديث