SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

چې نطر کړم په قسمت او په نصيب

غزل

چې نطر کړم په قسمت او په نصيب

راته هيڅ شي خپل تالاش و خپل ترتيب

مګر خود په خپله خدای د چا طبيب شي

ګڼه نشته په جهان کې بل طبيب

راڅرګند دی په سود او زيان د رقيبانو

که خدای نه کاندي خپل يار د چا رقيب

چې خپل يار د چا رقبيب شي دليل دا دی

لکه څوک چې په وطن کې شي غريب

چې غريب شي په وطن کې فرق يې نه وي

که فرسنګ يې وي تر ميانه که جريب

ما په عشق کې هيڅ حاصل نه کړه بې غمه

هر چې وايي واړه ښه وايي اديب

دښمن هم د سړي کله کله دوست شي

دوستي نه کا له رحمان سره حبيب