

اشرف خان هجري
چې فروغ لري د مخ لکه چراغ
ګنجایش دې که په خلق کا دماغ
ساقي غم د هجر ډېره دلیري کا
پیا پې راکړه د مُلو څو ایاغ
خوږو لبو به یې قصد د وژلو نه کا
که یې نه وی مصاحب له څنګه زاغ
د هجران مټو دې زور راباندې وکړ
وسیله مې د تسکین کړه راغ و باغ
د دین شوق دې لا راباندې زور شو
له مثاله دې خالي وه باغ و راغ
په دا زیري به دوه کسي ترې فدا کړم
که د یار د وصل څوک راکه سُراغ
نور به فخر په ظهور د داغ و نه کا
حقیقت که مې لاله وار وي د داغ
حادثه یې کیف ظاهر کا د یارانو
نیک و بد د زرو وکاندي سُولاغ
د معصود د ناوې زلفې که په لاس وي
غم به ونیوه هجري ځای د فراغ
یادونه: د دغه غزل د مطلع دویمه مصره په حاشیه داسې هم لیکل شوې ده: (ځای لري که په عالم کاندې دماغ)