SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

که مين يې په خپل يار باندې رښتيا

غزل

که مين يې په خپل يار باندې رښتيا

اواره کړه اول دين پسې دنيا

په وفا د دلبرانو غلط مه شه

دغه قوم دی بې وفا او کبريا

د خوبانو طايفه ده هسې شوخه

چې غوږ نه باسي د چا په واويلا

د ډېر ناز او د ډېر کبر له سببه

عمل نه کا په ګفتار د اوليا

دل و دين په نيم نګاه د سړي يو دي

نه يې وېره له چا کېږي نه حيا

بل به هسې سرګردان په جهان نه وي

يا عاشق دی يا اسمان دی يا اسيا

ته چې ژغورې سر و مال په عاشقۍ کې

عاشقي دا هسې چېري وي وېړيا

د جنت تر حورو تېر شه که يارغواړې

خدای دې نقد د چا نه کاندې نسيان

د ساقي له لاسه هسې باده نوش کړه

چې دې غوڅ کا د زړه خيري دريا

چې يې کسب عاشقي شي د دلبرو

نظر نه کاندي په کسب د کېميا

يو ګفتار ور لره بس کاندي رحمانه

څه به هر ساعت پوښتنه کړې بيا بيا