

اشرف خان هجري
په بساط کې چې څه شته زما متاع
هغه واړه وه دلبرې ستا متاع
ما چې سر و تا ته درکړ دنیا څه ده؟
عزیز کله وي تر ځان فنا متاع
د عشق غم دې لکه میم هسې خالي کړم
غم لرم لکه یو خال د با متاع
بې د عشق له غمه نه لرم په کور کې
مګر وښایي هجران جدا متاع
د عشق لاف دې هغه خام مدهي نه کا
چې سر نه کاندي ګیا تر شا متاع
غم او اوښکې ندیمان دی له خټکه
تر دا نه لري هرګز سوا متاع