SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

تر حد تېره شوه په يار پسې ژړا زما

غزل

تر حد تېره شوه په يار پسې ژړا زما

نه ګروهېږي په ژړا سره اشنا زما

که مې هره وينا در يا مرغلر شي

لا د غوږ لايقه نه ګڼي وينا زما

په نارو به ما بېدار کړ که اوده وي

باري وېښ راته اوده شو دلربا زما

زه مکتوب غوندې په پټه خوله ګويا يم

خاموشي زما تېری کا تر غوغا زما

کښت د عشق په توده ځمکه اسان نه دی

سمندر بويه چې زيست کا په صحرا زما

دا يار نه دی چې هجران له ما نه بېل کړ

روح زما دی چې له تنه دی جدا زما

زه رحمان بې خپله ياره هيڅ نه غواړم

که قبوله وي د خدای په در دعا زما