SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

څو يو ځله يې تاراج په جفا نه کا

غزل

څو يو ځله يې تاراج په جفا نه کا

يار له هيچا سره مهر وفا نه کا

که يې سر په بوسه ورکړم زه پوهېږم

چې قبول به دغه عجز زما نه کا

چې په خپله رضا تللی ما درزاد وي

هغه هيچېرې د نورو رضا نه کا

څو يې خپله مدعا حاصله نه نه شي

مهرويان په خوله د خضر سودا نه کا

که يې سل ځله دعا کوم په عمر

ګوش و هوش د دعاګوی په دعا نه کا

که اهو نه اتشين پسې وکاږم

لکه سرو له خزانه پروا نه کا

که ارام غواړي رحمان په عاشقۍ کې

دغه واړه ناروا کا روا نه کا