SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

ورځ چې بده شي عاقل و دانا څه کا

غزل

ورځ چې بده شي عاقل و دانا څه کا

چې قضا شي ورد و څاره حکما څه کا

موروپلار خو نېک فرزند له خدايه غواړي

چې بدبخت شي ادې څه کا بابا څه کا

يار له ياره په لوی لاس کله بېليږي

چې لاس نه رسي يار څه کا اشنا څه کا

په ښېرو په دعا څه شي کړونی خدای دی

چې خدای نه کا ښېرې څه کا دعا څه کا

بخت په زور او په زر نه دی چا خپل کړی

په دا کار کې ناتوان څه کا توانا څه کا

اې رحمانه پتنګ ولې شه چې وسو

نور د شمع خندا څه کا ژړا څه کا