SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

چې په سترګو کې يې خاوري څه به خوب کا

غزل

چې په سترګو کې يې خاوري څه به خوب کا

چې په زړه يې غم د يار وي څه به خوب کا

خوب له ياره سره هم د عاشق نه شي

چې يې يار په بل د يار وي څه به خوب کا

په دنيا کې خوب هغه کا چې نادان وي

هغه ژوي چې هوښيار وي څه به خوب کا

کوم طالب مطلوب نيولی دی په خوب کې

هغه څوک چې طلبګار وي څه به خوب کا

دېدار نه دی چا په پټو سترګو کړی

چې مطلب د چا دېدار وي څه به خوب کا

بله لار د مرګ تر لارې ګرانه نشته

چې په خوا يې هسې لار وي څه به خوب کا

هرنګاه د دلبرانو ذوالفقار دی

هر چې غوڅ په ذوالفقار وي څه بۀ خوب کا

د لړم چېچلی خوب کولی نه شي

چې خوړلی تورښامار وي څه به خوب کا

زه رحمان د يار بنده هم خدمتګار يم

چې بنده او خدمتګار وي څه به خوب کا