SOMMAA
رحمان بابا

رحمان بابا

هغه ژوی چې مين وي څه به خوب کا

غزل

هغه ژوی چې مين وي څه به خوب کا

چې مجنون غوندې کړمن وي څه به خوب کا

هر نفس د سړي تله دې له جهانه

چې يې هر نفس رفتن وي څه به خوب کا

چې سبا له خپله ياره جدا کېږي

که د سلو شپو کړمن وي څه به خوب کا

عاشقي ده خدای له اوره پیدا کړې

که په اور کې يې وطن وي څه به خوب کا

د اوبو تږی هم خوب کولی نه شي

څوک چې تږی د دیدن وي څه به خوب کا

د رقيب له جوره خوب د عاشق نه شي

د هغو چې ديو دښمن وي څه به خوب کا

د مجاز بندي خوخوب کولی نه شي

چې يې زلفې طوق رسن وي څه به خوب کا

خوب خندا له بېغمۍ شي رحمانه

څوک چې ستا په څېر غمژن وي څه به خوب کا