

اشرف خان هجري
چې یې نوم شی د زبان په سر ملفوظ
شیریني یې د زړه سر کاندي محفوظ
و نظر ته یې بهتر تر خاورو نه وي
چا چې زلفې د بتانو کړې ملحوظ
په ناحق شکوه له عشقه کړې واعظه
ما به نه کړې په دا یاد وعظ متعوظ
پس شا که جفا کړې عذر مې نشته
په احضار د غماز مه کوه غیوظ
څو یې مخ هجري لیدلی دا دعا کا
چې له بدو سترګو تل اوسه محفوظ