...

اشرف خان هجري

څو مې شوی دی له یاره انقراض

په ژړا مې کسیو ونیوه بیاض

زه دې شنه فلک په ځان کړمه سړیو

اکثر کار مې کا په عکس د اغراض

په هنګام د وصال ځای د رقیب نه وه

بیلتانه په مراد ورکړم د غماض

جدايۍ سینه رایخ کړه د غمازو

یاره ولې په راتله کوې اغماض

چې ته تل جفا کوې طمعه دې دا ده

چې بنده به لتا وکاندي اعراض

که مې توره په سر کیږدي لباسي یم

که له کویه ذره وکړم انتهاض

ډېره مینه یې روباه کا و صنم ته

بیچاره عاشق که شیر وي د غیاض

لار د هیچا په کوڅه د ښکلیو مه شه

روغ بدن یې کاشانه کا د امراض

ستا په رنګ څهره د ګل په چمن نشته

ګل مې واړه مشاهد کړو د ریاض

راشه یو نظر په حال د هجري وکړه

چې بې تا غمونو څرنګ کړو مرتاض