

اشرف خان هجري
هسې پروت دی غم د عشق زما په زړه کښ
لکه تاو مایه د اور نم په اوبه کښ
نه به عشق هرګز زما له زړه خارج شي
نه مستي د میو درومي په ساته کښ
محبت هسې نسبت له زړه پیدا کا
لکه بوی د ګلو مل نور په لېمه کښ
د عشق اود مې نصیحت هسې مزید کا
لکه بوی چې دا اودي کاندي په مښه کښ
عقل هسې غم د یار راڅخه یوړ
لکه بوی د لوی د پوهې په اوده کښ
ماته مه کړه حکایت د ګلرخانو!
څه اتش پوکې ظالمه په واښه کښ
چې خبر دې هجران کړ په ښو یارانو
سیخ دې مات شه د سحر چرګه په خوله کښ
د رفتار زیب یې نسبت په زرکه مه شه
هغه هومره خوبي نه لري په تله کښ
مرده ګل یې په مالش د پښې تازه شي
رب یې هومره شرف ایښي دی په پله کښ
نوش یې څه سره مثال کړم د لبانو
نشته هسې لطافت په هیڅ خواږه کښ
چې مزه یې څوک د شونډو تجربه کا
نبات هم ورته پیکه شي په خواړه کښ
عقله! مه راځه هرګز که خیر یې غواړې
یار هجري ته شراب ورکړه په کاته کښ