...

اشرف خان هجري

دا ګناه بې شکه وینم په خپل من کښ

چې یې بند کړم ستا د زلفو په رسن کښ

دا سرکش زړه راپیدا هسې بلا کا

چې به نه وي دا بلا په هیڅ دشمن کښ

زه چې زړه اخته په اور د محبت کړم

لوی غلیم مې تر ده نشته په زمن کښ

هر باڼه یې هسې سور زما په زړه کښ

لکه ګیو چې نېزه سره کړه په پشن کښ

زه اصلي ملنګ پیدا په جهان نه وم

د یار مینې در په در کړم په تومن کښ

د فرهاد د مجنون دور ګذشته شه

نن امام د عالم زه یم په دا فن کښ

هر زمان به ځينې غر امان طلب وه

که زما په دود یې اور وي په دن کښ

چې دا سترګې د ابرو دا یې باڼه دي

د خټک روزګار حرام دی په وطن کښ

چې زما د عشق بازار په دهر دود شه

د مجنون بازار یې سوړ کړ په تومن کښ

که مقصود یې د عشاقو د بند نه وه

قضا چاه څه لره کند ستا په ذقن کښ

یاره یو ځلې په خوب کښ ورحاضر شه

هجري ستا غمونو زوړ کړ په دکن کښ

لاله ګل چې همسري کړه ستا له مخه

خجالت یې کړ اروبل په پیرهن کښ

کله کله یې په تش سلام تازه کړه

خټک ستا ثنا همېش کا په دکن کښ

ګویايي که مې بلبل په غوږو واوري

نور به ژغ له شرمه نه کا په چمن کښ

ګل به هیڅکله لاړ نه شه له ریاضه

که هجري غوندې بلبل وي په ګلشن کښ