...

اشرف خان هجري

بهاري میلمانه راغله په چمن کښ

د بلبلو زړه یې یوړ په دیدن کښ

رنګارنګ جامې اغوستې حرکت کا

ګویا وړکی د عید ګرځي په برزن کښ

که مې یار یوځل ګذر په ریاض وکا

د ګلاب قدر به هیڅ شی په ګلشن کښ

د مخ زیب که یې ته ووینې بلبله

نور به نه اوسي د ګلو په وطن کښ

ته چې دم په دم صفت ځينې اغاز کړې

کوم رونق دی تا لیدلی په سوسن کښ

که په خوب کې یې صورت مشاهده کړې

نور به ما غوندې ملنګ شي په زمن کښ

چې خبر یې د ښایست له حاله نه یې

ځکه وینې ته خوبي په یاسمن کښ

د عارض لمبه یې جوړه په لاله شي

چې سر پټ کاله حیا په پیرهن کښ

د قرار ځای مې هرګز په دنیا نشته

ځکه ګرځم همېشه ستا په روزن کښ

په هر زړه د عشق لمبې دي چې بلیږي

هسې اور د سترګو بل کړ په تومن کښ

یو نګاه دې امیران حلقه بګوش کا

څو شرف دې مولا کېښود په دیدن کښ

چې یې دوز کاندي اول په تار د زلفو

د عشق مړي هله کیږدي په کفن کښ

چې دا هسې ډېر ستم د اشنا خوی شه

د هجري ژوندون محال دی په وطن کښ

ښایسته دا هسې نشته په ختن کښ

نه ګل تا غوندې لیده شي په ګلشن کښ

یو ځأ ورشه خرامان د باغ په سیر

چې ګل واړه شرمنده شي په چمن کښ

تل د زړه ښهر لوټي تن خبر نشي

څو شتاب دې رب پیدا کړ په تومن کښ

ما د یار سره مجلس کړ رقیب راغی

مګس پرېوت د چنبیلو په روغن کښ

له ستم دې تېښته څءنګ کړم دلبره!

زړه بندي کړم ستا د زلفو په رسن کښ

له زنځيره به تل یار لکه بنده وه

که زما غوندې مستي وي په کوه کن کښ

جدايي په هغه زړه بڅري توی کا

چې د عشق خوشې یې ویني په خرمن کښ

د دین لارې یې ونیوې غمازو

په غلا ځکه یار ته ګورم په روزن کښ

که یې زیب د ګوتو ووینې چنبیله

ځان به ورک کړې د ګلونو په تومن کښ

که یې شان د ذقن ووایم صد برګ ته

بې حیا دی که بیا راشي په بن کښ

د یار نام یې میدان واړه لبالب کړ

بنده نه لري بل عشق د زړه په تن کښ

غم به هومره دلیري په هجري نه کړه

که یو ګل د یار په رنګ وي په دکن کښ