...

اشرف خان هجري

ښایسته وفادار نشته په زمن کښ

نه ګل ولید باوفا چا په چمن کښ

په ویل به د هیچا وفادار نشي

چې پیدا کړه رب جفا په هغه من کښ

دلبران د جهان واړه جفاګر دي

ولې یار غوندې یو نشته په تومن کښ

چې زما په دور بوی د وفا نشته

پیدا مه شه پس له ما په دا ګلشن کښ

که په زړه دې ګل له جوره زخمي نه وي

عندلیب به ناره ولې کړه په بن کښ

بېهوده ځینې امید کوې بلبله

وفا مه غواړه د ګلو په وطن کښ

که ظاهر صورت روغ وینې د بلبلو

یو نفس یې زړه روغ مه ګڼه په تن کښ

چې زاري د بلبل نه اوري روان شي

هر ګور ډېره جفا وینم سوسن کښ

خټک یار ته څشکل نه ګورې واعظه!

چې د خُلد جونه یې ګوري په روزن کښ

بلبل کله په وفا دومره نامي دی

څو هجري ځان هویدا کړو په دامن کښ