

اشرف خان هجري
ذات د وصل هرګز نشته په جهان کښ
ځکه ما عمر قضا که په هجران کښ
ژړا نور چیرته هم شته په دا وګړي
که یوز ه همېشه ناست یم په فغان کښ
هجر هسې په دنیا زه مدعي کړم
ګویا زه یې قرضايي وم په زمان کښ
که اثر د ښادۍ وي په دا نابوده
ما به ولې ځيګرخون کړې په احزان کښ
زه په دا صبر د زړه کړم له ارمانه
چې هر زړه تړلی وینم په ارمان کښ
مګر ما په خوب لیدو د وصال عیش
چې هجران یې راتعین کړو په تاوان کښ
سرمایه د حیات غم پس یې نابود کا
څوک چې راشي مسافر په دا میدان کښ
په شربت د شنه سپهر مینه مه کړه
قاتل زهر یې ګډ کړی دی په خوان کښ
چې دایم هجري د غم په غشو ولي
چرخه کوم ګناه دې ولید په حیران کښ