...

اشرف خان هجري

عشق دې هسې شورش کا زما په زړه کښ

لکه وروږی په جامه حوت په اوبه کښ

په سپین مخ دې تورې زلفې اشفته دی

ما وې وږمۍ هویدا شوه په اوره کښ

په سوزش به ستا یاقوت غوندې نامي وه

هومره تاو که مهیا وي په سکاره کښ

زېړ لباس دې په بدن هسې زینت کا

لکه زېړ ګلونه وا شي په راغه کښ

ما خاطر و تا ته درکړو چې ساته یې

کوم انصاف دې رعایت کړ په ساته کښ

د عشق غم دې اثر ډېر تر هغه تېر کا

څو یې برید د مزري کا په لړمانه کښ

د شکیب غوامې یې ماته کړه په څو کښ

عشق پلنګ غوندې مخفي وه په زاوه کښ

د هجران فکر بېهوش لکه ویده کړم

څوک به څه طمعه د هوش کا په ویده کښ

زړه مې طمعه د انصاف کا له رقیبه

خاصیت د بازو غواړي په وراغه کښ

چې کینه د دوو مئینو په وصال کا

څوک به ظن د خیر کاندي په هغه کښ

شراب کله تاثیر هومره په سړي کا

لکه یار چې هجري مست کا په کاته کښ