

اشرف خان هجري
یار مې حسن د مخ کوت په اینه کښ
وې یې نشته هسې بل په زمان کښ
ما وې حسن د دلبر دې زمکه داغ کړه
هم یې اور که د مهتاب په سفینه کښ
ته عاشقه د خپل مخ یې حسن ګوره
ائینه دې لا زخمي کړه په سینه کښ
ما به ستا د زلفو تار په بها خپل کړه
هومره زر که وي د چا په خزینه کښ
د مخ رشک دې داغ پرې کيښو تر ابده
لاله کله سود حاصل کړو په کینه کښ
خټک څوک چې هر نفس طمعه دیدن کا
یو نګاه دې لوی دولت په مهینه کښ
دا ستم به ستا د زلفو څوکۍ پرې کا
کله ډېر عمر څوک مومي په فتنه کښ
شکایت به ما هاله کړ ستا له خویه
که تاثیر د انصاف وي په رنګینه کښ
له خوږو لبو دې تلخه وینا خیژي
مولا زهر کړل پيدا په لوزینه کښ
هجري نوي یار ته څه لره هوس کړې
ته چې نه وینې وفا په دیرینه کښ