

اشرف خان هجري
یار ته ځکه ما په مینه که خپل سر پېش
چې یې وینم دُر د حسن تر قمر پېش
قمر څه چې یې سیالي کاندي له مخه
چې یې خلق نور د مخ ګڼي تر لمر پېش
نهایت د عشق د لارې مونده نشي
و هیچا ته هر ګز مه شه دا سفر پېش
شیرین عمر مې قضا که په هجران کې
رنګ مې ځکه په زردۍ شه تر ګل لمر پېش
د هجران غم به دا هومره شوخي نه کا
که یو ځل شي په خټک د بخت اختر پېش
هسې درد به هر ګز پېش و چا ته نه وي
چې د یار یاد یې و ما ته کا سحر پېش
په ویښو دیدن محال سحر ویده کړم
وایم ګوندې شي په خوب هغه دلبر پېش
ګلرخان په رنګ و ذات التفات نه کا
چې په لپور ورته نکړې سیم و زر پېش
دا عذاب چې نن هجري ته هجر پېش کړ
په دوزخ کې مګر هم شي په کافر پېش