

اشرف خان هجري
روان نه وی زه د عشق په کوڅه کاش
تل په منع اشارت کا وعظ تاش
عجب ځڼې یې پیدا کړو عشق یې نوم کړ
په صفحه د روزګار بیچون نقاش
ښه عذار یې مصفا تر لاله ګل دی
پرې یې جوړ که ښایسته د مښکو ماش
صد جفا راسره کا وفا مې ګوره
ما هرګز نه که یو راز د مینې فاش
په حیات دې له درباره تلونی نه یم
پس له مرګه مې ور مه کړه چا ته لاش
کشکې نه وی ما د عشق شهر لیدلی
په بلا مې الوده که خپل معاش
د وصال امید په لاس یې د عیش راکه
که یې هسې تر خوله ووتې چه باش
نیک و بد په ازل لیک نن یې ظهور دی
دامن چا د مراد ونیو په تالاش
که طلب په کوشش کړې د نعمتونو
په ډېر آز به حاصل نشي یو خشخاش
د خورشید پایه د حسن کمه نه که
که رونق و ته یې نه ګورې خفاش
د هجري ویل عزیز په سخن سنجو
د اشعار قدر یې څه لري اوباش