

اشرف خان هجري
چې قرار مې د عشق وکه بدل مه شه دا قرار نور
مطلب میسر شه زه به څه کوم بل کار نور
که ټینګ په دا قرار یې دامن مه پرېږده د صبر
په جور یې هوس کړه ګیله مه کوه د یار نور
شاه به شم د دور که مې نوم په غلام یاد کړې
خټک تر دا فدا هم د خټک غوندې هزار نور
ډېر دې بې اتشه اور لړونی د تنور کړه
قسم دې په خپل مخ و هرګز مه کوه ازار نور
یو ځل د وصال دارو ورا وبښه چې روغ شې
بې له تا صنمې هرګز نه پایې بیمار نور
ما د هغه مخ ښایست چې ولیده په سترګو
یاد مه شه په ژبه زېړ ګلونه د بهار نور
د مخ ښایست یې ډېر دی نور صفت یې په ما نشي
تم به دا غزل کړم هم به دا یوه ګفتار نور
ښه بهار یې جوړ دی ځکه تل هسې دعا کړم
د دهر خزان مه وه د دې حسن په بهار نور
اسرار د محبت نهان بهتر له زمانیو
جبر په الم کړه هجري مه کوه اظهار نور