

اشرف خان هجري
ما چې ولیده په مخ د مستې شا نور
د مهتاب یې کړو بېشکه پسې شا نور
د مخ نور یې زه د څه سره مخی کړم
چې به هسې په ملک نه وي د هیچا نور
شاید شپه به توره نشي تر ابده
که دې مخ کا یو ذره ورته عطا نور
مخ یې وګوره زاهده حق بیان کړه
چې لرې مهر په مخ هسې والا نور
د خټک غوندې به مست بېهوشه ګرځې
که دې څه خو په سر وبریښي هم دا نور
تورې څڼې د شپې غوڅې په زنځير کا
په مشرق چې صبح لمر کا هویدا نور
څو قایم په دا فاني دنیا فلک دی
او له لمره نزول کاندي په دنیا نور
تورې زلفې دې دایم شملې شملې دي
له ښه مخه دې هرګز مه شه جدا نور
د ښایست د زوال دموه له سپهره
چې تازه لري هجري په دور ستا نور