

اشرف خان هجري
که پیدا کړې د نقره ؤ په عربر لمر
په رضا به دې غلام شي یا نوکر لمر
ستا له مخه دې هاله برابري کا
چې له تنه کا پیدا مشک و عنبر لمر
که د لاس په زیب دې ناز کوم روا دی
چې بریښنا یې مکدر کا منور لمر
تا خورې زلفینې مخ په ائینه کړې
ما د چا په تورو مزیو که مستر لمر
هره ورځ د شپې ګیسو په جور پرې کا
له مشرقه سحر وکاږي خنجر لمر
که عاشق دې په مخ نه دی له ګردونه
سکه په زمکه ولې ګرځي در په در لمر
پرورش د لعلو کا مقصود یې ته یې
ګڼه څه یې په معدن چې کا نظر لمر
د مخ رشک د زېړ نارنج د غم په تپ کې
دیګر ځکه لرزه کا د غره په سر لمر
که فلک په ستورو ناز لري دلبره
ستا زیور همه اختر ځینې قمر لمر
په تش نور د اننګیو فخر کاندي
هرګز نه لري د حسن بل زیور لمر
په عاشق د مهر اور خصلت سقر شه
جوړه تا څخه تیار وینم سقر لمر
که په مخ د هجر وار قلندر نه شه
تر خضر یې ولې غوره که سقر لمر