

اشرف خان هجري
چې یې ساز کړو په عذارو تور معاذ
بې رخصته مې زړه وکړو اهتذاذ
ده هوس د کتو کړو په لومه ونښت
دایم ځکه یم په در د یار ملاذ
ما یې خوند د لبو یاد که په ناباتو
دل وې څه دې د دې کاڼو استلذاذ
د ارزو اظهار مې که عتاب یې وکړ
بد ویل یې بامزه وو لا تر فاذ
که مې قصد د وژلو کړې پوښتنه څه ده؟
په عاشق د معشوق امر دی نفاذ
نه مې بل طرف پکار نه به روان شم
ستا جناب زما وطن دی هم لیاذ
وفا نشته په وعده د ګلرخانو
دا دولت بختور مومي ولې شاذ
د خټک مرتبه لویه ده تر بازو
خو و تا ته بې وقار شه لکه خاذ
چې پروا دې په ژړا د هجري نشي
زړه دې سخت ګڼم دلبره تر فولاد