

اشرف خان هجري
څک چې وویني دلبره ستا انور مخ
ورته هیڅ شي ستا په سر ګو د قمر مخ
ستا د مخ لمر به یې مات په یو نفس کا
د قمر ښایست که هم واخلي د لمر مخ
تا چې سیر د باغ کاوه مخ دې یې ولید
له حجابه همه زړه شه د ګل مر مخ
هم هغه ورځ دې خوبۍ د زینت مات کړو
ځکه سپین شو د یزدي ګلاب احمر مخ
چې یې تل برابري کړه ستا له سترګو
دایم زېړ لکه غماز وي د عبهر مخ
څو د مخ برېښنا دې غوڅ د سړي زړه کا
هومره کله په چا کار کا د خنجر مخ
ستا جناب زما وطن پرې معتکف یم
راښکاره مه شه هرګز د بل بشر مخ
د وصال ورځ دې همېش په ما جنت وي
خو هجران دې راته سم کا د سقر مخ
په حضور د هجري هسې رقیب زېړ شه
څو په کنج د لحد زرد شي د کافر مخ
که ښکاره کړي له نقابه منور مخ
له انواره به تغیر کا د قمر مخ
قمر څه چې به سیالي کا ستا له مخه
تر نسبت یې مکدر وینم د لمر مخ
صفايي دې د رخسار هسې ښایست کا
چې له رشکه یې اصفر شه د ګل مر مخ
اوس د زلفو په زیب ملک د هند اخلي
د روه ملک دې په ښایست کړو مسخر مخ
چې خوبي مې ستا د مخ مشاهده کړه
راښکاره مه شه هرګز د بل دلبر مخ
د رقیب مخ هسې بد راته ښکاریږي
لکه بد وي مسلمان ته د کافر مخ
غماز هسې په حضور د هجري زېړ شه
چې به نه وي د هیچا هسې اصفر مخ