

اشرف خان هجري
په دربار دې یې هغه ګرځي ګستاخ
چې له غیرو یې خالي وي د زړه کاخ
کږه څانګه مالیار غوڅه په لاره کا
پرورش کا همېشه د سیده ښاخ
ته قابل د یارۍ نه یې لافې مه کړه
ګډوي په ملک ذره خیري د ماخ
د واعظ وعظ باران اثر پرې نه کا
د جاهل د زړه پټی دی همه لاخ
اورېده لیده هغه ته نصیحت دی
چې یې لار د زړه په ملک ده د سماخ
د معنو مغز دانا ته برهنه وي
نه چې سِر پوشیده مومي هر طباخ
ته به څه شکله راز مومې د خبرو
بې زبانه تن ولاړې لکه تاخ
که هر چند سړی کودن د زمانې وي
د خپل عقل ملک تر بل ګڼې فراخ
څو مرهم راځي د وصل زه به نه وم
زړه مې سر له سره هجر کړو سوراخ
بل ثاني د جواب نه ویني په دور
هجري ځکه په خپل شعر کا پټاخ