

اشرف خان هجري
تا چې مات کړو سر د زلفو په رخسار کج
عشق یې وکړو په خاطر زما پرهار کج
ستا په قد یې چا خوبي ده نسبت کړې
وچ ولاړ لرګی د سروې ناهموار کج
ما اظهار د مینې که زورل یې وکړل
له هوسه مې په سر کېښو دستار کج
غم به ډېر هسې کاږه لکه لینده کا
چې دې جوړ که په سینه د دُرو هار کج
د ابرو په کچ دې بخت د جهان کوږ کړو
لا به څه شي که له کبره کړې ابصار کج
خاصیت یې د ګردون په دود مالش کا
که هر څو دې په زیب نه لري رفتار کج
لکه ستا صورت بې وټه رب پیدا کړو
د هجري هم هرګز نه لري اشعار کج