

اشرف خان هجري
زه که وکړم ستا له جوره شاغیاث
کله اړوي په ملک څوک زما غیاث
په احوال مې التفات وګړي نه کا
ستا له عشقه تل کوم ژړا غیاث
ما چې خوی د ښایسته و تجربه کړو
هرګز نه کاندي له چا وفا غیاث
هر عاشق چې ژړا وکړه له دلبرو
کله غوږ که د حیران و چا غیاث
په رانجا به کار د عشق ولې مشکل وه
که نغوتې د ده غریب هیرا غیاث
په ژړا ژړا مجنون په دشتو ومړ
ولې ګوش نه که د ده لیلا غیاث
که له جوره د زړه ژاړم سود مې څه دی
چې څوک نه اوري زما اشنا غیاث
چې دې یاره د جور داد په دور نشته
نور به نکړم په عالم له تا غیاث
هجري غاو کله څوک اوري د بتانو
چې به اوري اوس وګړي ستا غیاث