

اشرف خان هجري
عجب شور په زمکه ښکلو کړ احداث
له جورونو یې څوک نه کا الغیاث
ما چې ولیده بازار د مهو شانو
هغه ځای مې که نازل د کور اثاث
په جهان اګر چه ډېرې دي ګلرنګې
نن د حسن ستا په سر وینم رعاث
مګر چشمو دې په لوټ د زړو صرفه کړه
چې کومک لره دې پور کړلو حثاث
د یار غم مې بیا په زړه غلبه وکړه
مطرب بولي چې اغاز کاندي عثاث
زما عشق به ډېر وګړي لیوني کا
که یې پس له ما قسمت کا په میراث
کیفیت د عشق عشاقو ته روشن دی
په احوال د کښت دانا ګڼه حراث
زه به هله حال د هجر برهنه کړم
په قیامت چې خلق وکا انبعاث
زه هجري به دې له دره تیښت ونکړم
که مې وژني هره ورځ ځله ثلاث