

اشرف خان هجري
که یې اولږي په مخ د نسیم ګُتې
د لاله غوندې به توی شي رتې پتې
چې د وزن تاب یې نه لري ملوکه
نور دې نکړه ترې هرګز په چوؤ ختې
په شمه یې د غبار نښه و نه کا
تل د ګل په کسي پښې کاندي ثابتې
مرمت د لُومو کا زړونه به نیسي
بیا یې ځکه د ټټر کُنډې ارتې
سم کتل د شاه په لوري سهل نه دی
د سړي په نور د مخ کا سترګې تتې
که مشکي دانې یې نه وي په عذارو
د هر زړه مرغۍ به کله ور الوتې
هغه دم مئین په اور د ستم وسو
چې دلبر یې د غماز خبرې نغوتې
محبت د مئین ګوره دلیري کا
زر کلي یې په در پروت وینې یې چتې
په سریر د حسن ناسته خوف یې نشي
خلقې یې خو په جور کړې تر بتې
و خټک ته یې په خوب تجلی وکړه
له ارزو یې په مرۍ لاړې نښتې