

اشرف خان هجري
مخ یې هومره د کتوني کا نظر تت
چې د هیچا نظر نه کا هسې لمر تت
څوک یې غټ ځکه دیدن ته کتی نشي
چې په دم یې کا نظر نور د دلبر تت
زه یې مخ په قمر څه شکل نسبت کړم
نظر نه کا د هیچا مخ د قمر تت
د ښایست پایه یې دومره ده بلنده
چې یې وینم تر خوبۍ پورې ګوهر تت
لطافت مې د رخسار مشاهده کړو
چې زینت یې که یاقوت همه احمر تت
د یار حسن به هم هسې فلک تېر کا
لکه وار کا د خزان د ګل بشر تت
هر ساعت چې په دیدن د ریاض ورشي
د مخ زیب یې کا هجري ګلونه تر تت