

اشرف خان هجري
راشه راشه یوځل ودره مخ راته
څو خبرې به د راز وایمه تاته
هغه راز چې مې په زړه کې پوشیده دی
بې له تا به یې و نه وایم هیچا ته
چې دایم یې رنګوي د یار په وینو
ستا کنډۍ به دهر هم کا اخر ماته
ته چې هسې زړونه تل په غشو ولي
هیڅ عبرت نکړي د سویو له افاته
زه به دا موت اول غواړمه له یاره
چې اګاه یې هرګز نشم له وفاته
چې یې حسن ته څوک ګوري هسې وايي
چې دا مخ بېشکه کوز له سماواته
هجري اصل یې انسان که ښاپیرۍ ده
په یقین یې څوک خبر نه شه له ذاته