

اشرف خان هجري
ناز لایق د سویو نه ځکه نیاز کا
نیاز نه لري دلبرې ځکه ناز کا
زه په مهر د یار ځکه باور نکړم
چې ګیله زما کوي غوږ په غماز کا
نور قرار له هغه دله رمیده شي
چې په سر یې د ښه مخ مینه طارز کا
لمر ګلونه تولد کاندي په شپه کې
چې خمونه په عارض د زلفو ساز کا
هزار زړونه یې طُره په منګل واخلي
په عذار چې یې پرواز د حسن باز کا
له خولو یې بوی همه ګل و کافور شي
چې په وصل د تن خاص هغه پیشواز کا
د سرود ندا زحمت ګڼه هجري ته
هغه دم چې ښې دلبرې سره راز کا