

اشرف خان هجري
چې یې زړه د ډېر عالم قتل پسند کا
څړۍ هله د چوټې په سر پیوند کا
هزار زړونه قضا ورولي په خپله
هر نفس چې خال دانه زلفې کمند کا
بیا په نته لاس وهي ائینه ګوري
بل مطلب یې په زړه نه د قتل سند کا
جلاد تل چې نیت کوي د چا د وژلو
توره وکاږي اول په لاس یې بند کا
سکور یې ځکه په ډنډو د نتې کېښو
چې ناظر د مخ کباب لکه سپند کا
غم یې سم قدونه نون کا د عالمو
چې روانه شي په ناز الف بلند کا
تل د زړونو ملک لوټي تن خبر نه شي
په شتاب هسې هنر د یار سمند کا
د وصال ماڼۍ یې هسکه ور به نشې
که عاشق په ډېر جدل سپخر پرند کا
په خوږه ژبه نن بیا کاندي خبرې
نرخ به هر چیرې خنک شکر و قند کا
له سرو شونډو یې لذت خبره واخلي
ځکه پس په لطافت د قند و خوند کا
هجري ته چې لمر ته غټ کتلی نشې
ځير به یار ګورې په څوکه مخ څرګند کا