...

اشرف خان هجري

فلک تېغ د کین او ښکلې دې هجا کا

په نوبت له تنه بېل سر د هر چا کا

که هر څو د خیال پګړۍ په دور پاڅي

زر په زر یې په دا زمکه خوره بیا کا

صد هزار ماڼۍ یې پرې ایستې له بېخه

لا به څو کورونه خاورې د بیدیا کا

څوک به څه شکله امید د عیش کاندي

چې په دور واړه غم لره پیدا کا

هغه یو نفس دیدن د یار ښادي وي

هم یې بیا سره ګیتي په زور جدا کا

په یو حال یې قرار نه پریږدي په زمکه

تر هغه چې یې راهي بیل له دنیا کا

دا ګردون لکه صرصر سړی وزر شه

هر ساعت یې ګاه په مخ کله په شا کا

ته بازي د بازیګر سپهر ګوره!

چې هر کار په ضد د عقل هویدا کا

هر نفس به صد هزار عجایب وینې

که په کار یې څوک د عقل سترګې وا کا

په دا حال ته ناپوهي د سړي ګوره

چې به چیرته بېهوده اوږده رجا کا

فلک کج د هر غلیم یار مستغني وي

د هجري په خام امید عقل خندا کا