

اشرف خان هجري
په زیور چې ډېره مینه هر دلبر کا
د ښایست سره کومک زر و ګوهر کا
بل مطلب یې هرګز نه وینم په سترګو
مګر دا چې ملک د زړه زیر و زبر کا
تقصیر کله په لوټ کا حسن د ښکلیو
چې زیور بېهوده مخ سره لښکر کا
چې د مخ سپاه یې تاخت کا په هر لوري
کبود خال په سر روان لکه رهبر کا
د قضا کاتب یې مد کوږ کا د وروځو
د حیرت لاس ربوده ځينې مستر کا
چې په تاخت د زړه د ښار صرفه کاندي
په زرګر دوباره ساز هغه زیور کا
د جنګیانو توره نه وي بې صیقله
سور بلاق یې تل صفا ځکه زرګر کا
د وطن عیش و هوا به مې هېر نشي
بیجاپور که راته ډک همه په زر کا
یو هجري د هجر غم تر لمن ونیو
نور همه د یار په وصل تل اختر کا