...

اشرف خان هجري

رب دې ورک اتشین ژغ د دې سرنا کا

دم په دم د مرده غم راته احیا کا

په هر لور چې یې له قربه مسافر شوم

راته اور هغه مکان په ژړا بیا کا

په کړکۍ کې یې له قربه ګریزان شوم

ما وې ګوندې مې ترې بیل چرخ د سما کا

بیجاپور لره چې راغلم که مې غوږ کړ

دلې هم هغه فغان دی چې یې دا کا

زه لمبه د هجر مړه کړمه په اوښکو

وايي بیا راته پوکی سر یې بالا کا

ما په ډېره ناله نو د صورت وچ کړ

لا مې هم چې باڼه وچ وینې غوغا کا

یا جدا ده له یارانو پسې ژاړي

لا زما په حال خبره شوه ژړا کا

چې یې غوږ زه په مضمون د اواز وکړم

واړه یو په یو بیان قضیه زما کا

ما چې راز د حقیقت له نایه غوږ کړ

څوک به څه رنګ له یارۍ طمعه وفا کا

که یو دم وصل د یار چاته موجود شي

هغه دم یې بیا ګردون سره جدا کا

هجري ته باڼه وچ مه لره چې خوږ یې

ستا په روغ وګړي څه دي که خندا کا