

اشرف خان هجري
هغه څوک چې د فاني دنیا اسرې کا
نهایت یې مرګ هغه اسرې خورې کا
په هیڅ مخ د نجات لوری مونده نشي
چې سواره د اجل تیرې ترې پیرې کا
قضا زر پکې توده کا تورې خاورې
هغه خولې چې زمانه شکر خورې کا
پرورش په نعمت څه لره د ځان کړي
چې اخر یې چیمجی نوش لکه ترې کا
څه بنیاد د ودانۍ ږدې په دا زمکه
چې نابود یې شین سپهر له ایرې کا
ما چې ولید د دنیا نادان وګړی
د اوبو په مخ حباب غوندې دیرې کا
د قرار ولایت خپل د هیچا نشته
څو دا شنه څرخه په سر باندې پیرې کا
هر مکان چې ښایسته په ودانۍ شه
په شتاب یې سپین واښه لکه میرې کا
د وصال مزې محکم راښکاره نه شه
ځکه زر یې د هجران لاسونه پرې کا
خرمی په جهان نشته که پیدا شي
همه غه زمان یې مرګ خاورې ایرې کا
نغاره په دروغ ژغ کا چې ښادي ده
غم یې ځکه وي عالم ته مسخرې کا
په هجري یې سینه یخ په خپل مراد کړه
سود یې څه که اوس سپهر ته ښیرې کا