

اشرف خان هجري
چې زري اودنې په سر کمیس سالو کا
په هر زړه چې عقل مومي کور یې لُو کا
د زلفینو شان یې هسې شه له باده
لکه بوی په ډېر مښلو کشمالو کا
لطافت یې د نامه ګوره چې یاد شي
تر شکرو لا شیرین هغه تالو کا
په عارض یې د خال زیب تر هغه ډېر دی
څو جلوه په ګل د نار بورا کالو کا
کوم لذت به یې سیالي کا له شفتو
چې خوبي یې بېهوده قند و آلو کا
سحرګر اوربل یې ګورئ زمانیو
په خزان شګوفه وا د شفتالو کا
د عشق لار به هیڅ پاخه تر سهله نه وي
مګر خام یې تصور کور د خالو کا
د جهان په باغ چې ګل فلک یې مروړي
په مکان یې تربیت د سنبالو کا
زه هجري په دا هنر غمونو زوړ کړم
د وطن عیش به بهرام و میرمالو کا