

اشرف خان هجري
باد دې یاد په هغه یار زما سلام کا
چې له یاره مخامخ مجلس د کام کا
په یوه لاس تورې څڼې د یار نیسي
پیوسته په هغه بل غزا د جام کا
صد هزار زړونه یې بند شي په خمونو
یار چې زلفې په عراضو باندې دام کا
په هر زړه چې لښکر کوز د محبت شي
سر یې غوڅ په تېغ د جور د ارام کا
هیڅ باور یې په خرما د وصال نشته
اور همه دی لکه وي هجر بدنام کا
د وصال روشنه ورځ ډېره خوږه وي
خو تلخي یې د هجران په سړي شام کا
هجري کله شعر کوی یا یې طلب وه
له غمونو د زړه سود په دا کلام کا