

اشرف خان هجري
چې خم خم په عارض زاء و لام و فاء کا
پرې محبوس د خسته زأوو ړاء و هاء کا
نون و میم وراء تغیر کا له رونقه
له نقابه چې پیدا راء سره خاء کا
عین و سین و لام یې هیڅ شی په نظر کې
هر سړی چې یې خوند نوش د لام و باء کا
صاد و باء و واؤ فرار وکا له زړونو
چې نما د نون و هاء په میان کې تاء کا
سین و تاء و راء و ګاف یې فارقان دي
له غارته یې ملک غین و واؤ و ثاء کا
عین و شین و قاف یې هسې کړم له غیرو
لکه کاتب چې بې نقط الف و طاء کا
ناء و لام و فاء چې خم کا په رخسارو
په کاغذ ګویا نګار کافونه ظاء کا
میم و خاء ته مې ځير مه ګوره خټکه!
تا به بیل له هاء و شینه لکه راء کا
چې مې نور د میم و خاء چا ته ملا شه
هاء د ماه له سلکه غوڅه باقي ماء کا
زه هجري به یې له جوره ژړا نکړم
که په خوند لکه لب خاء و واو و یا کا